ایکنانیوز د نادورسیټي له قوله راپور راکړ، د جون په دوهمه نیټه د قرآڼ کریم د حفظ او په آنتورپ ښار کې د جسرالامانه عربی ژبې او داسلامی علومو د تعلیم موسیسه د ممتازو محصیلینو او حافظانوقدرونه او ستاینه وکړه.
په دغو دستورو کې د بیلجئیم د ځاي علمي شورا مشر او د مراکش دعالمانو د اروپائي شورا مشر شیخ الطاهر التجکاني او جسرالامانه عربی ژبې او اسلامی علومو د زده ړې او دقرآن کریم د حفظ موسیسې مدیر بن علوش عبدالرحمان او یو شمیر نورو شخصیّتونو هم شتون درلود.
دغه دستورې د شیخ محمد معروف په غږسره د قرآن کریم د یوشمیر آیتونو په قرائت سره پیل شوې، بیا بن علوش عبدالرحمن د اسلامی علومو او د عربی ژبې د زده کړې او د قرآن د حفظ په اشاعت کې د جسرالامانه موسیسې د هڅو قدرونه وکړه. هغه د مسلمانې ټولنې وګړي قرآن کریم ته تمسک او پخپلو دیني او اسلامی هویّت باندې تکیې ته وبلل او په دنیا او آخرت کې ئې د قرآن دحافظانو د ارزښت او اهمیّت یادونه وکړه او وې وئيل، اهل قرآن به د قیامت په ورځ د نور په منبرانو د پیغمبرانو او صدیقینو ترڅنګ وي.
دستورو د جسرالامانه موسیسې د طلبه ؤپه وسیله د قرآڼ کریم په تلاؤت ،دعاګانو او مناجاتو سره دوام درلود. په دغه کال کې څلور طلبه ؤ د قرآن کریم حفظ پاي ته ورساوه؛حدوتي آیه ،هاجو حفصه ،یسری الهاروني او هاجو حنان چې ټول د بیلجیئم په پوهنتونونو کې په تخصصي څانګو کې په زده کړو بوخت دي.
په بیلجیّم کې له مسیحیّت وروسته اسلام ددغه هیواد دوهم لوي دین دی. په بیلجیّم کې د مسلمانو دقیق شمیر معلوم نه دی، خو د مختلفو سرچینو د اټکل په اساس ددغه هیواد د ټولو نفوسو له ۴ تر شپږ اعشاریه پنځه فیصدو پورې آبادي داسلام دین ته پابنده دي . په بیلجیّم کې د اسلام ثبت شوی لومړنی شتون په ۱۸۲۹ کال کې ؤ. خو دبیجلیّم زیاتره مسلمانان د لومړي، دوهم او دریم نسل مهاجران دي چې له ۱۹۶۰ لسیزې وروسته دغه هیواد ته وارد شوي دي.
د اروپا د اړیکو مرکز په ۲۰۰۰ کال کې اټکل کړی چې په بیلجیّم کې کابو دیرش زره مسلمانان ژوند کوي. په بیلجیّم کې زیاتره مسلمانان سني مذهبه دي. د بیلجیّم د مسلمانانو د اجرائي مشر مرستیال ایزابل پرابل په ۲۰۱۰کال کې اټکل کړی چې په بیلجیّم کې د مسلمانانو لس فیصدي برخه اهل تشیّع دي.